.......
پیام شورای مرکزی امپا

محمد حسن سپاهی رئیس شواری مرکزی اتحادیه ملی پیشه وران افغانستان
پیشه وران نیروی سازنده جامعه بوده، نقش قابل ملاحظه در بازسازی و رشد اقتصاد کشور و تامین رفاه مردم ایفأ می نمایند.
تشکل پیشه وران رشته های مختلف در اتحادیه های صنفی در چوکات اتحادیه ملی پیشه وران افغانستان ضامن تامین منافع صنفی و اقتصادی آنست.
طبق ماده سیزدهم قانون اساسی دولت مکلف است تا به خاطر رشد تولیدات، انکشاف صنایع، بهبود زندگی مردم و فعالیت پیشه وران تدابیر موثر اتخاذ نماید.
حمایت از صنایع داخلی و حمایت از فعالیت اقتصادی پیشه وران عامل اساسی برای رشد اقتصاد ملی و خود کفائی اقتصادی است.
هموطنان ما با خرید از محصولات داخلی سهم شایسته شانرا در حمایت از صنایع داخلی و تشویق پیشه وران ادا می نمایند.
پیشه وران باید آینده نگر و تجدد طلب و ترقیخواه باشند و در کلیه فعالیت های تولیدی و خدماتی از تکنالوژی و دست آورد های علم و تخنیک استفاده نمایند.
د چاپېريال ساتنې لپاره نوې هلې ځلې پيلېږي

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي چې د همدې کار د تر سره کولو په موخه يو پاکستانى پلاوى کابل ته رارسېدلى دى چې په يوې غونډې کې د سوداگريز سکتور له غړو سره د تړون پر مسوده خبرې اترې کوي. د نوي تړون موخه په پخواني تړون کې سمونې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداگريزو اړيکو پراخه کول په گوته کېږي.
افغانستان او پاکستان تر دې مخکې په ١٩٦٥ ميلادي کال کې د دوه اړخيزې سوداگرۍ په اړه يو تړون لاسليک کړى و . د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ د برخې چارواکي داسې مهال غونډه کوي چې دوه ورځې مخکې لسگونو افغان سوداگرو د سوداگرۍ په برخه کې له پاکستان سره د ډېرو ستونزو لرلو خبره راپورته کړه. افغان حکومت وايي چې سوداگر يې پاکستان او د پاکستان له لارې نورې نړۍ ته د سوداگريزو توکيو د استولو په برخه کې گڼې ستونزې لري،نو له دې کبله يې پريکړه کړې ده چې له پاکستان سره نوى سوداگريز تړون لاسليک کړي. د افغانستان د سوداگرۍ وزير وحيد الله شهراني وايي چې نوى تړو به د سوداگرو وسمهالو ستونزو ته ځواب ووايي: (( موږ له پاکستان سره په ١٩٦٥ ميلادي کال کې يو سوداگريز تړون لاسليک کړى و- چې له هغه مهاله راپدېخوا شاوخوا څلويښت کلونه تېر شوي دي، هغه تړون دا مهال په افغانستان او سيمه کې اوسنيو سوداگريزو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلاى په نوي تړون کې زموږ ټينگار پر دې دى چې د افغانستان سوداگريزو توکيو ته لاره پرانيزو چې پاکستان او د پاکستان له لارې نورو سيميزو هېوادونو ته صادرېږي، موږ هيله من يو ځکه چې زموږ خبرې اترې ښې پر مخ ځي.))
د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدي سيمو کې پراخو ناامنيو او د نا قانونه وسلوالو ډلو شتون هم پر سوداگريزو چارو ناوړه اغيز کړى دى. د لويو لارو په اوږدو کې له سوداگرو نه په ناقانونه ډول پيسې اخستل، درنې ماليې، په بندرونو کې سوداگريز توکي ځنډېدل، او ددواړو غاړو سوداگرو لپاره د يوۀ منظم قانون نه شتون هغه نورې ستونزې دي چې ددواړو هيوادونو تر منځ يې سوداگريزې چارې ستونزمنې کړې دي. پر پاکستان نيوکي کيږي چې گواکې افغان سوداگرو ته اسانتياوې نه برابروي، خو د پاکستان د سوداگرۍ وزارت مرستيال وزير شاهد بشير بي بي سي ته وويل هېواد يې افغان سوداگرو ته دومره اسانتياوې ورکړې دي چې د نړۍ بل هېوادته يې نه دي ورکړي:
(( د نړۍ په نورو هيوادونو کې نرخ لوړ دى،خو موږ د افغانستان لپاره ځانگړى نرخ په پام کې نيولى دى، تازه او وچې ميوې له افغانستانه پاکستان ځي خو موږ يوازې ٥ په سلو کې ماليه اخلو زه هيله من يم چې نوى تړون ډيرې ستونزې هوارې کړي،موږ په دې غونډه کې پر ستونزو او د ستونزو پر حل لارو غږېږو.))
افغانستان دا مهال د بل هر هېواد په پرتله له پاکستان سره پراخه سوداگريزه راکړه ورکړه لري قالينې، وچې او تازه ميوې، لاسي صنايع او ارزښتناک کاڼي هغه څه دي چې له افغانس
تانه پاکستان ته روان دي،او خوراکي توکي ، ودانيز توکي او برېښنايي سامان الات بيا هغه څه دي چې له پاکستانه واردېږي.
د دغه ادارې چارواکي وايي په دې لړ کې يې لومړی ګام له کابله پورته کړی او يو شمېر مذهبي عالمان يې په دې موخه راټول کړي، چې د دغو علماوو د بحثونو په پايله کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې شرعي او فقهي احکام د يوې ځانګړي ټولګې په ډول تدوين او برابر کړي.
د چاپېريال فقهه
(( موږ علما سره راټول کړې چې يو له بل سره د اسلام او د ژوند د چاپېريال په اړه وغږېږو او بله دا چې غواړو د چاپېريال يوه فقه جوړه کړو. نو دا يوه مشورتي غونډه ده ځکه په نورو هېوادونو کې دا فقه شته او زموږ په هېواد کې نشته د دې لپاره موږ د اهل تشيع او سني عالمان راټول کړي او موږ غواړو د دوی د بحثونو په پايله کې د چاپېريال فقه تدوين کړو او دا غوندې په ټولو 34 ولايتونو کې جوړېږي او عالمان به په دې اړه به بحث کېږي او دا فقه بيا په پوهنتونونو او ښوونځيو کې تدريسېږي.))
د ښاغلي منصوري په وينا، د افغانستان اسلامي ټولنې ته په کتو به د چاپېريال ساتنې په برخه کې د اسلامي لارښوونو دغه ټولګه د چاپېريال په پاک ساتلو کې تر ډېره اغېزناکه وي . په غونډه کې يو شمېر راټولو شوو علماوو هم د دې ګام هرکلي وکړ او هغه يې د وخت يوه اړتيا په ګوته کړه: يو تن مذهبي مشر شيخ محمد اصف محسني وايي چې: (( دا خبره چې مې اوس واورېده ډېر ښه کار دی چې که موږ د چاپېريال يوه فقه وليکو. د قرآن کريم، احاديثو او هغه فتواګانې چې په فقه کې شته ټولې راغونډې کړل شي ډېره ښه ده. خو له علمي پلوه ډېر ستر کتابونه غواړي چې وليکل شی ځکه دا فقهه خو به يو کوچنی کتاب شی خو که چېرې پر موضوع فکر وکړو نو سترو سترو کتابونو ته اړتيا لري.)) تر دې وړاندې په افغانستان کې د چاپېريال د پاکولو په موخه په کليو او بانډو کې يو ورځنی عمومي حشر وشو چې په ترڅ کې يې خلکو خپل نژدې چاپېريال او سيمې له خاور خزلو پاکې کړې وي او چارواکي وايي د چاپېريال ساتنې په موخه به د دوي ورته هلې ځلې په راتلونکې کې هم روانې وي.