.......
پیام شورای مرکزی امپا

محمد حسن سپاهی رئیس شواری مرکزی اتحادیه ملی پیشه وران افغانستان
پیشه وران نیروی سازنده جامعه بوده، نقش قابل ملاحظه در بازسازی و رشد اقتصاد کشور و تامین رفاه مردم ایفأ می نمایند.
تشکل پیشه وران رشته های مختلف در اتحادیه های صنفی در چوکات اتحادیه ملی پیشه وران افغانستان ضامن تامین منافع صنفی و اقتصادی آنست.
طبق ماده سیزدهم قانون اساسی دولت مکلف است تا به خاطر رشد تولیدات، انکشاف صنایع، بهبود زندگی مردم و فعالیت پیشه وران تدابیر موثر اتخاذ نماید.
حمایت از صنایع داخلی و حمایت از فعالیت اقتصادی پیشه وران عامل اساسی برای رشد اقتصاد ملی و خود کفائی اقتصادی است.
هموطنان ما با خرید از محصولات داخلی سهم شایسته شانرا در حمایت از صنایع داخلی و تشویق پیشه وران ادا می نمایند.
پیشه وران باید آینده نگر و تجدد طلب و ترقیخواه باشند و در کلیه فعالیت های تولیدی و خدماتی از تکنالوژی و دست آورد های علم و تخنیک استفاده نمایند.
نړيوال بانک له افغانستان سره نوره مرسته کوي
د نړيوال بانک په نوې ستراتيژي کې چې په پام کې ده نن اعلان شي، له افغانستان سره شاوخوا ٦٠٠ ميليونه ډالره بلاعوضه مرسته په پام کې نيول شوې ده.

په کابل کې د نړيوال بانک وياند عبدالرووف ضيا وايي، په نوې ستراتيژي کې د دولتي ادارو د سيستم جوړول، د اداري اصلاحاتو د لړۍ پراخول، د کليو پراختيا او د خصوصي سکتور پياوړي کول په پام کې نيول شوي دي. په کابل کې دنړيوال بانک دعامه اړيکو مشر عبدالروف ضيا وايي چې د نوې ستراتيژي له مخې نړيوال بانک پرېکړه کړې ده چې ددغو چارو دتر سره کولو په موخه به افغانستان ته ٦٠٠ ميليونه ډالره بلاعوضه مرسته ورکوي:((په دې ورستيو کې دنړيوال بانک اجرايوي پلاوي په افغانستان کې دنړيوال بانک د راتلونکو درې کلونو فعاليتونو نوې ستراتيژي منظوره کړې چې په پام کې ده نن به ددغې ستراتيژ دجزياتو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل شي . البته دغه نوې ستراتيژي 1388 تر 1390 لمريزو کلونو لپاره جوړه شوې ده. د دغې ستراتيژي له مخې افغانستان ته نژي شپږ سوه مليونه ډالره بلاعوض مرسته ورکول کېږي.)) نړيوال بانک دافغانستان له سترو مرستندويو ادارو څخه شمېرل کېږي چې تر اوسه پورې يې په پوهنه ، روغتيا او نورو برخو سربېره له دې هېواد سره د کليو دپراختيا په برخه کې څه باندې درې نيم سوه مليونه ډالره مرسته کړې ده. تر اوسه پورې جوته نه ده چې دنړيوال بانک نوې مرسته به دافغان حکومت او که د نورو موسسو له لوري ولګول شي.
د افغانستان د لوېديځ هرات ولايت او د ايران مشهد ترمنځ يوه ګډه سوداګريزه خونه جوړه شوه........
چارواکي وايي له دې کار څخه يې موخه د سوداګرۍ پروړاندې د شته خنډونو له منځه وړل او سوداګرو ته د زياتو اسانتياوو برابرول دي. په سيمه کې يوشمېر سوداګر او کارپوهان هيله ښکاره کوي چې تر دې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد په ډګر کې همغږي ډېره شي. په هرات کې د سوداګريزې خونې او د صنعتګرانو د ټولنې مرستيال توريالی غوثي وايي دې وړاندې به افغان سوداګرو ايران ته د وېزې د ترلاسه کولو او افغانستان ته د خامو توکو د راوارېدولو په مخه کې ډېرې ستونزې درلودې. د ښاغلي غوثي په وينا به دا ډول ستونزې د هرات – مشهد ګډه سوداګريزه خونه اواروي:
(( په خوا به زموږ سوداګر تلل، ماشينونه، جنسونه او اومه مواد یې اخيستل، د حساب کتاب قرارداد نه و، اوس چې د مشهد او هرات د سواګرۍ خونه د افغانستان او ايران د سوداګرۍ خونو په اډانه کې جوړه شوې، دغه خونه کولی شي هرڅه له نژدې وڅاري. او زموږ شته سوداګريزې ستونزې بايد غوڅې کړي .)) يو شمېر افغان سوداګر هم د اقتصادي فعاليتونو په ډګر کې هغو ستونزو ته په اشارې سره چې وايي تر دې وړاندې ورسره مخامخ وو، هيله ښيي چې په راتلونکې کې د هرات - مشهد ګډه سوداګريزه خونه نورې اسانتياوې ورپه برخه کړي.
12- ګډې سوداګريزې خونې
د هرات يو سوداګر وحيد انوري وايي: (( زموږ سوداګرو د وېزو ستونزې درلودې، خو له بده مرغه زموږ ترمنځ همغږي نه وه، اوس هيله من يو چې شته ستونزې مو هوارې شي .))
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې تر دې وړاندې افغانستان له دوولسو هېوادونو سره ګډې سوداګريزې خونې د هېوادونو په کچه جوړې کړې دي ، خو په وينا يې دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد يو سرحدي ولايت د خپل څنګلوري هېواد له يوه ولايت سره ګډه سوداګريزه خونه جوړوي . د افغانستان د سوداګريزې خونې ريس محمدقربان حقجو وايي هڅه به وکړي چې د هېواد په نورو سرحدي ولايتونو کې هم له ګاونډيو هېوادونو سره ورته ګډې سوداګريزې خونې جوړې کړي:
(( زموږ هڅه دا ده چې د هرات – مشهد د سوداګريزې خونې په پراختيا کې نورې هڅې هم وکړو، او د ګاونډيو هېوادونو له سرحدي ولايتونو سره ګډې سوداګريزې خونې جوړې کړو .)) که څه هم افغانستان کې د صادراتو کچه تر وارداتو ټيټه ده، خو په دې وروستيو کې هرات کې چارواکو اعلان وکړ، چې د صادراتي توکو کچه يې لوړه شوې ده او تېر کال يې بهر ته يوازې له هراته د 40 ميليون ډالرو په ارزښت بېلابېلو توکي صادر کړي دي . تمه کېږي چې د هرات – مشهد د ګډې سوداګريزې خونې د فعاليتونو په پايله کې د افغانستان د اقتصاد د لاپياوړي کېدا زمينه برابره شي.