FACT Benner craftsmen bener or logo
EnglishE-mailتماس باماآرشیفدرباره ماصفحه اصلی
.

.......

پیام شورای مرکزی امپا


پیام رئیس شورای مرکزی امپا



محمد حسن سپاهی رئیس شواری مرکزی اتحادیه ملی پیشه وران افغانستان


پیشه وران نیروی سازنده جامعه بوده، نقش قابل ملاحظه در بازسازی و رشد اقتصاد کشور و تامین رفاه مردم ایفأ می نمایند.

تشکل پیشه وران رشته های مختلف در اتحادیه های صنفی در چوکات اتحادیه ملی پیشه وران افغانستان ضامن تامین منافع صنفی و اقتصادی آنست.

  طبق ماده سیزدهم قانون اساسی دولت مکلف است تا به خاطر رشد تولیدات، انکشاف صنایع، بهبود زندگی مردم و فعالیت پیشه وران تدابیر موثر اتخاذ نماید.

حمایت از صنایع داخلی و حمایت از فعالیت اقتصادی پیشه وران عامل اساسی برای رشد اقتصاد ملی و خود کفائی اقتصادی است.

هموطنان ما با خرید از محصولات داخلی سهم شایسته شانرا در حمایت از صنایع داخلی و تشویق پیشه وران ادا می نمایند.

پیشه وران باید آینده نگر و تجدد طلب و ترقیخواه باشند و در کلیه فعالیت های تولیدی و خدماتی از تکنالوژی و دست آورد های علم و تخنیک استفاده نمایند.


لست مندرجات

صفحه نخست
در باره اتحادیه
خدمات انکشافی
آرشیف اخبار
محصولات
گالری
سرگرمی
لغت نامه
لینک ها
جستجو سایت

.




جمهور رئیس سره کتنه !

 

 

دغویی به څلورویشتمه د کسبگرو د اتحادیی شورا رهبری اوددی اداری مرکزی رئیسانو، دولایتی شورا گانو رئیسانو، دکابل شار اوولایتونو داصنافو داتحادیو استازو دجمهور رئیس محترم حامد کرزی سره دجمهوری ریاست په مانی کتنه درلوده چه دهیواد دکسبگرو دټولنې بیلا بیلو اصنافو یوشمیر غړو دکورنی پانګې اچونی دپیاوړتیا او ودې غوښتنه وکړه. په دغه کتنه کی دسوداگرې دخونو.

مدیره هیات رئیس قربان حقجو او دکسبګرو دټولڹې رئیس محمد حسن سپاهې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، په تیرو څوکلونو کې یې د نورو بیلابیلو پرمختکونو ترڅنګ دافغانستان داسلامې دولت یوه ستره بریالیتوب په هیواد کې اقتصادې وده وبلله او ددولت له لورې یې له کسبګرو سره دملاتړ له امله خوښې څرګنده کړه.

ویناوالو په ټولنه کې دکسبګرو رول ته په اشارې سره وویل دکسبګرو بیلابیل اصناف نه یوازې دهیواد داقتصادې ثبات، ودې او خلکو ته دکار دزمینې دبرابرولو سبب کیږې بلکې دسولې په ټینګښت کې هم  رول لوبولاې شې.

دغه راز دهیواد د کسبګرو ټولنې غړوپه دې کتنه کی په بیلابیلو برخو کې خپلې ستونزې جمهور رئیس ته وړاندې او دکسبګرو دامنیت دتامینولو، دښاروالی له خوا دیوشمیر تګسونو دلرې کولو، له ادارې فساد سره دغوڅې مبارزې، دکرایې دقانون دنافذولو، دښاروالانو د انتخابې کیدلو او په ملې ټولنو او جرګو کې دکسبګرو دټولنې د استازو دغړیتوب غوښته وکړه.

حامد کرزې دهیواد دکسبګرو دټولنې دبیلابیلو اصنافو له غړو سره دکتنې له امله خوښې څرګنده کړه، دهیواد په پرمختګ او آبادی کې یې دکسبګرو رول ارزښتناک وباله او وې ویل دکورنیو صنایعو له پیاوړتیا پرته دهیواد پرمختګ شونې نه دې له دې امله دافغانستان دولت دهیواد دکسبګرو ملاتړ کوې او په بیلابیلو برخوکې به هغوې ته دودې زمینه برابره کړې.

دهیواد جمهور رئیس په ادارو کې دادارې فساد پرخلاف مبارزی ته اشاره وکړه او وې ویل: له فساد سره مبارزه یوازې ددولت دنده نه ده، باید دټولنې هروګړې دفساد په لمنځه وړلو کې له اړوندو ارګانونو سره همکارې وکړې.

حامد کرزې دمالیې، سوداګرې او صنایعو او داقتصاد وزیرانو ته چې په غونډه کې حاضر وولارښوونه وکړه چې دکسبګرو دټوولنې له خوا وړاندې شوې ستونزې او غوښتې دې له نږدې وڅیړې او دحل په لاره کې دې لازمې کړنې ترسره کړې.